ستولتنبرګ : ناټو غړي به اوکراین ته لا زیات دفاعي سیستمونه ورکړي

د ناټو غړي به هڅه وکړي اوکراين ته د روسيې د بالستيک توغنديو نه د خوندیتوب لپاره اضافي هوايي دفاعي سيسټمونه ورکړي. دا پرېکړه د ناټو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وشوه.

2125245

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیتري کولیبا سره د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته وویل، « متحدین د وضعیت له بیړني حالت څخه خبر دي.» کولیبا د نوي هوایي دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې وه، په ځانګړې توګه امریکایي سیسټم پیټریوټ.

سټولټنبرګ وویل: " متحدین به خپلې زیرمې وګوري، وګوري چې ایا دوی د پیټریټ په ګډون د نورو سیسټمونو چمتو کولو امکان لري، او البته دوی به د موجوده سیسټمونو لپاره مهمات او پرزې هم چمتو کړي."

کولیبا وویل: "ما نه غوښتل چې د ناټو د کلیزې ورځ خرابه کړم، مګر ما مجبوریت احساس کاوه چې اوکراینیانو ته په خپل هیواد د روسیې د هوایي بریدونو په اړه یو روښانه پیغام وړاندې کړم." د پنجشنبې په شپه د روسي الوتکو د برید په پایله کې ګڼ شمیر کسان ووژل شول، د اپارتمانونو ودانۍ او د انرژۍ زیربنا ته اړونده ودانۍ زیانمنې شوې او په خارکیف کې ۳۵۰ زره کسان له برېښنا بې برخې شول.

اړوند خبرونه