روسیې فرانسې ته خبرداری ورکړ

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو خپل فرانسوي سیال سیباستین لیکورنو ته خبرداری ورکړی، چې که فرانسې لخوا  اوکراین ته د ځواکونو استول به  فرانسې  ته جدي  ستونزې رامنځته کړي.

2124572
روسیې فرانسې ته خبرداری ورکړ

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو خپل فرانسوي سیال سیباستین لیکورنو ته خبرداری ورکړی، چې که فرانسې لخوا  اوکراین ته د ځواکونو استول به  فرانسې  ته جدي  ستونزې رامنځته کړي.

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شویګو د فرانسې د "دوامداره غوښتنې" په اساس له لیکورنو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي دي چې لیکورنو په پلازمینه مسکو کې د «کروکس هال سیټي» د کنسرت په تالار د تروریستي برید په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او «په عین حال کې هڅه وکړه چې روسیې ته  قناعت ورکړي چې اوکراین او لویدیځ هیوادونه په دې تروریستي برید کې ښکیل نه دي. نوموړي په ټینګار سره هڅه کوله چې ددې برید پړه پر داعش ترهګري سازمان واچوي.

په بیان کې د روسیې د دفاع  وزیر شویګو ټینګار کړی چې د تروریستي برید په اړه به تحقیقات بشپړ شي او عاملین به يي د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي. هغه ویلي دي چې دوې داسې معلومات لري چې ددې برید په تنظیم کې اوکراین لاس درلود.

په بیان کې شویګو خپل فرانسوي سیال لیکورنو ته وویل "د کیف رژیم د غربي څارګرو له اجازې پرته هیڅ نه کوي. موږ هیله لرو چې د دې تر شا د فرانسوي استخباراتو لاس نه وي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټیلیفوني  خبر کې د اوکراین پر مسئلې هم خبرې وشوې او اوکراین ته د فرانسوي پوځيانو د استولو په اړه د الیسي ماڼۍ د څرګندونو په اړه سرګي شویګو وویل، که دغه څرګندونې په عمل کې عملي شي، دا به پخپله د فرانسې لپاره ستونزې رامنځته کړي. "

د فرانسې د دفاع وزارت لخوا د نوموړو ټیلیفوني خبرو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې یادونه شوې چې لیکورنو خپل روسي سیال ته د کنسرت په تالار کې د ترهګریز برید په اړه وویل چې "فرانسه داسې معلومات نه لري چې د دې برید او اوکراین ترمنځ اړیکې شتون ولري." له روسیې یې وغوښتل چې له دغه وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

د ویلو ده چې  د مارچ په ۲۲مه په مسکو کې د کنسرت په تالار کې په یوه ترهګریز برید  وشو چې له امله ۱۴۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه