پوتین د پسرلي دورې لپاره ۱۵۰ زره کسان عسکرۍ ته راوبلل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه  فرمان لاسلیک کړ چې  له مخې  په پسرلي کې ۱۵۰ زره اتباع د اجباري پوځي خدمت لپاره جلب شي.

2122763
پوتین د پسرلي دورې لپاره ۱۵۰ زره کسان عسکرۍ ته راوبلل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه  فرمان لاسلیک کړ چې  له مخې  په پسرلي کې ۱۵۰ زره اتباع د اجباري پوځي خدمت لپاره جلب شي.

د پوتین فرمان د کرملین په رسمي ویب پاڼه کې خپور شو.

په روسیه کې، د ټولو نارینه وو لپاره  چې روغتیايي پلوه کومه ستونزه ونلري د ۱۸ کلنۍ په اعتبار سره یو کال عسکرۍ مکلفیت دوره  او یا  د لوړو زده کړو په جریان کې د یو کال  لپاره نظامي تعلیمات اجباري دي. هر نارینه چې ۱۸ کلن کیږي مکلف دی چې یو کال عسکري وکړي او یا د لوړو زده کړو په جریان کې د یو کال لپاره نظامي تعلیمات وکړي.

پوتین  وروستی  فرمان د سپتمبر په میاشت کې لاسلیک کړ وو  چې د مني دورې لپاره یې ۱۳۰ زره کسان د نظامي خدماتو لپاره بللي وو.

د روسیې ولسمشر د تیر کال په پسرلي کې د ۱۴۷ زره کسانو د نوم لیکنې فرمان لاسلیک کړ.



اړوند خبرونه