د هالنډ د ګېلدرلنډ ایالت په ایدې ښارګوټي کې په یوه کافه خونه کې ګڼ شمېر کسان یرغمل شوي دي.
پولیس د پېښې ځای ته استول شوي او په سیمه کې ۱۵۰ کورونه تخلیه شوي دي.
2122461
د هالنډ د ګېلدرلنډ ایالت په ایدې ښارګوټي کې په یوه کافه خونه کې ګڼ شمېر کسان یرغمل شوي دي.
پولیس د پېښې ځای ته استول شوي او په سیمه کې ۱۵۰ کورونه تخلیه شوي دي.
د هالنډ پولیسو ویلي ، داسې نښې نشته چې دا پیښه دې له ترهګرۍ سره تړاو ولري.
پولیسو ویلي دي چې یرغمل نیوونکو د یرغمل نیول شوو کسانو له جمع څخه ۳ تنه خوشې کړي دي خو ستونزه اوس هم دوام لري.
پولیسو د سیمې پر خلکو غږ کړی چې د پېښې له ځایه لرې پاتې شي او په سیمه کې یې د اورګاډي تګ راتګ بند کړی دی.
ددې پيښې سبب او د یرغمل نیوونکو کسانو هویت تر اوسه پورې معلوم ندی.