زیلینسکي : روسیې په یو ورځ په اوکراین د ۶۰ ډرون او ۹۰ توغندیو سره بریدونه کړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې روسیې له ۶۰ څخه د زیاتو "شاهد" ډوله بې پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۹۰ ډوله توغندیو سره پر اوکراین برید وکړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې روسیې له ۶۰ څخه د زیاتو "شاهد" ډوله بې پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۹۰ ډوله توغندیو سره پر اوکراین برید وکړ.
ولادیمیر زیلینسکي د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړي یوه بیان کې ویلي، چې روسیې د شپې پر اوکراین د الوتکو او توغندیو برید وکړ.
زیلینسکي د دې په بیانولو سره چې د روسیې پوځ د ۶۰ "شاهد" ډوله ډرون الوتکو او شاوخوا ۹۰ ډول ډول توغندیو په کارولو سره د اوکراین په خاوره برید ترسره کړ ، زیلینسکي وویل چې پدې بریدونو کې د انرژي تاسیسات په نښه شوي.
زیلینسکي وویل، نړۍ د روسیې د تروریستانو هدفونه د امکان تر حده په روښانه توګه ویني، د بریښنا بندونه او د اکمالاتو لاینونه، عادي استوګنځایونه، حتی یو د بسونو په ستیشن. روسیې د عامو خلکو د ژوند په وړاندې د جګړې اعلان کړی دی. زه خپله خواخوږي وړاندې کوم. د هغو کورنیو او خپلوانو چې د دې ترهګرۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."
زیلینسکي یادونه وکړه چې په بریدونو کې اغیزمن شوو ټولو ښارونو کې بیړني خدمات فعالیت کوي. د خارکیف، زاپوریزیا، سمي، پولتاوا، دنیپروپیټروسک، اوډیسا، خمینیتسکي، وینیتسا او ایوانو-فرانکیوسک سیمو ته د بریښنا د بیرته راستنولو هڅې دوام لري.
د اوکراین د انرژۍ وزیر جرمن ګالوشینکو هم په خپل ټولنیزه میډیا کې په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې پوځ د اوکراین د انرژۍ پر سکټور په دې وروستیو وختونو کې تر ټولو ستر بریدونه کړي دي.
ګالوشینکو وویل چې روسیه د اوکراین د انرژۍ سیسټم ته زیان رسوي. هغه وویل چې د بریدونو له امله د زاپوریزیا اټومي بریښنا فابریکې تغذیه کوونکي د انرژۍ کرښې ته زیان رسیدلی.