د چین، روسیې او ایران سمندري ځواکونو د عمان خلیج ته نژدې ګډ سمندري تمرینات پیل کړل.
د چین د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې " د امنیت شبکه - ۲۰۲۴" په نوم تطبیقات به د مارچ له ۱۱ څخه تر ۱۵ مې نیټې پورې دوام وکړي او ددې تطبیقاتو موخه "په ګډه د سیمه ایز سمندري امنیت ساتنه ده."
2113982

د یادونې وړ ده چې دغه تطبیقات په داسې حال کې ترسره کیږي چې په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيانو له سور سمندر څخه په تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په کښتیو د بریدونو له امله کړکېچ زیات شوی دی.
دغه تطبیقات تېر کال د «امنیتي شبکې-۲۰۲۳» تر نامه لاندې جوړ شوي وو .