زیلینسکي وویل چې  اوکراینیان د روسیې پوځ ته د اروپا پر لور د پرمختګ اجازه نه ورکوي.

ولادیمیر زیلینسکي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ملت ته په خطاب کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وروستي پرمختګونه و ارزول.

2113552
زیلینسکي وویل چې  اوکراینیان د روسیې پوځ ته د اروپا پر لور د پرمختګ اجازه نه ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې  اوکراینیان د روسیې پوځ ته د اروپا پر لور د پرمختګ اجازه نه ورکوي.

ولادیمیر زیلینسکي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ملت ته په خطاب کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وروستي پرمختګونه و ارزول.

زیلینسکي په خپلو خبرو کې وویل چې د روسیې پوځ د اوکراین پر ضد خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

زیلینسکي د دې په بیانولو سره چې دوی د اوکراین د فضایي حریم د امنیت د زیاتولو لپاره کار ته دوام ورکوي، وویل «په اوکراین کې به د هوايي دفاع په مسئلې لا زیات تمرکز وکړي، موږ په دې برخه کې په فعاله توګه کار کوو.»

زیلینسکي د کاتولیکانو روحاني مشر او د واتیکان د ولسمشر پوپ فرانسس  د سپین بیرغ د پورته کولو د غوښتنې په ځواب کې وویل، "روسي قاتلین او شکنجه کوونکي نور اروپا ته ډیر نشي نږدې کیدلی، ځکه چې د اوکراین نارینه او ښځو په لاسونو کې د وسلې او تر نیلي او ژیړ بیرغ لاندې نیولي ددوې مخه نیولې ده . په اوکراین کې یو وخت ګڼ کورونو او کلیساګانو سپین دېوالونه درلود ، چې اوس ټول د روسيې د توپونو سره ویجاړ شوي او له منځه تللي دي. د روسیې د توپخانې په ګولیو ویجاړ شوی دی." "ټول ټوټه ټوټه  شوي دي، همداشان دا ټول په ډیر روښانه توګه خبرې کوي چې څوک باید جګړه ودروي."

پاپ فرانسیس د سویس راډیو ټلویزیون  سره په خپله ځانګړې مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا د اوکراین په جګړه کې باید سپین بیرغ پورته شي او که نه  وویل "زه باور لرم چې څوک چې وضعیت ګوري او د خپلو خلکو په اړه فکر کوي د سپین بیرغ د پورته کولو او مذاکراتو د پیلولو جرئت هم لري. "نن ورځ د نړیوالو ځواکونو په مرسته خبرې اترې کیدی شي. خبرې اترې د زړورتیا څرګندونه ده. کله چې تاسو ماتې وخوري، کله چې تاسو ګورئ چې هر څه سم روان ندي تاسو باید د خبرو کولو جرئت ولرئ. که چیرې تاسې ددینه ډډه وکړۍ  داسې فکر وکړۍ چې  دا جګړه به د څومره مرګونو سره پای ته ورسیږي."



اړوند خبرونه