ملګروملتونو د روسیې او اوکراین ترمنځه په روانه جګړه کې د اوکراین ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه
ملګروملتونو د روسیې او اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېره اعلان کړه .
ملګروملتونو د روسیې او اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېره اعلان کړه . ملګروملتونو ویلي دي چې د روسیې او اوکراین ترمنځه په روانه جګړه کې
۱۰ زره ۷۰۳ تنو اوکرایني وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوکراین د وروستي وضعیت په اړه غونډه وکړه.
د منځني ختیځ، اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال محمد خالد خیري په دې اړه وویل:
"پر اوکراین د روسیې یرغل د ۱۰ زره ۷۰۳ ملکیانو د وژل کېدو لامل شوی، چې ۵۴۹ یې ماشومان دي. ۲۰ زره ۱۴۶ کسان ټپیان شوي دي. موږ پر ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو ټول بریدونه غندو."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د بشري مرستو د تمویل او د منابعو د انتقال د څانګې مشرې لیزا ډوټین هم ویلي چې پر ملکي وګړو بریدونه له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده او ټولې خواوې باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
دوټین وویل چې دوی لاهم د بشري مرستو په رسولو کې د پام وړ خنډونو سره مخ دي.
هغوې د دې په بیانولو سره چې بشردوستانه مرستو ته لاسرسی محدود دی، په ځانګړې توګه په دونیتڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریزیا سیمو کې چې د روسیې لخوا ضمیمه شوي، دوی نشي کولی نږدې یو نیم میلیون خلکو ته د ژوند ژغورنې بشري مرستې ورسوو.