په هالنډ کې ښي اړخه افراطي مشر ګیرټ ویلډرز داځل په اروپا باندې سختې نیوکې وکړې.

په هالنډ کې ښي اړخه افراطي مشر ګیرټ ویلډرز داځل په اروپا باندې سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اوکرایني کډوال د جګړې راتښتیدلي ندي بلکې د وړیا کورونو او ټولنیزو مرستو په خاطر راغلي دي.

2104707
په هالنډ کې ښي اړخه افراطي مشر ګیرټ ویلډرز داځل په اروپا باندې سختې نیوکې وکړې.

په هالنډ کې ښي اړخه افراطي مشر ګیرټ ویلډرز داځل په اروپا باندې سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اوکرایني کډوال د جګړې راتښتیدلي ندي بلکې د وړیا کورونو او ټولنیزو مرستو په خاطر راغلي دي.

ښي اړخي مشر ګیرټ ویلډرز چې درې میاشتې وړاندې په هالنډ کې په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې، وویل چې د هغه هیواد د "اروپا احمق" دی چې  تر ټولو  ډیرو اوکراین مهاجرینو ته يي پناه ورکړې ده.

ویلډرز د خپل ټولنیز رسنۍ پاڼې له لارې  په خپور کړي بیان کې ویلي دي " اوکراینیان د ټولې اروپا څخه ډله ډله هالنډ ته راروان دي. دوې  د جګړې له امله نه، بلکې د وړیا کور، وړیا روغتیايي بیمې او وړیا ټولنیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره راځي. د اروپا احمقان مونږ یو. "

برسېره پردې، ویلډرز ویلي چې هالنډ باید د ځان د دفاع لپاره خپلې وسلې وساتي او اوکراین ته د پوځي مرستو له دوام سره مخالفت وکړي. هغه د ډسمبر په میاشت کې د هالنډ په پارلمان کې په یوه بحث کې په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: "موږ باور لرو چې موږ باید اوکراین ته نظامي ملاتړ ونه کړو کله چې موږ د خپل هیواد دفاع نشو کولی."

هغه دا هم ویلي چې هالنډ باید له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې بندې کړي. ویلډرز، چې درې میاشتې مخکې په ټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ګټلې وې، تر اوسه د نوي ایتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلی دی. ځکه چې د پاپولیسټ سیاستوال چلند یو له هغو څو مسلو څخه دی چې د ښي اړخه ازادۍ ګوند (PVV) سره توپیر لري .

لیرې شوي لومړي وزیر مارک روټ د اونۍ په پای کې په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین لپاره د هالنډ ملاتړ اوږدمهاله تضمین دی ځکه چې ویلډرز به د دې ملاتړ د قطع کولو لپاره د هغه د هدف ملاتړ کولو لپاره کوم ایتلافي ملګري نشي موندلی.



اړوند خبرونه