چین ویلي چې په روسیې او یا اوکراین به هیڅ ډول وسلې ونه پلوري

چین ویلي چې پر اوکراین او روسیې به چې له دوو کلونو راهیسې په جګړه بوخت دي هیڅډول وسلې ونه پلوري.

2104280
چین ویلي چې په روسیې او یا اوکراین به  هیڅ ډول وسلې ونه پلوري

 چین ویلي چې پر اوکراین او روسیې به چې له دوو کلونو راهیسې په جګړه بوخت دي هیڅډول وسلې ونه پلوري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د بیان له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې  د مونيخ په شپيتم امنيتي کنفرانس د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی هلته د خپل اوکرایني سیال  ديميترو کوليبا سره لیدنه وکړه.

وانګ وویل چې دوی غواړي له اوکراین سره اړیکو ته  پرته ددې چې نړۍوال وضعیت ته وګوري اړیکې عادي کړي.

"چین به د جګړو په سیمو او په جګړه کې په  ښکېلو خواوو  وژونکې وسلې ونه پلوري."

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې کنفرانس کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې چین داسې هېواد نه دی چې د اوکراین کړکېچ يي رامنځته کړی  وي او نه یې اړخ دی. همداشان چین  د دې کړکېچ څخه د ګټې اخیستو هڅه هم نه کړې او نه يي کوي.

که څه هم چین د اوکراین په کړکیچ کې پر خپل بې طرفۍ ټینګار کوي، خو د جګړې لپاره د مسکو له غندلو او په دې بهیر کې له روسیې سره د ستراتیژیکو همکاریو د ژورولو چلند د امریکا او لویدیځو هېوادونو د انتقادونو لامل کېږي.

امریکا ادعا کړې چې چین په پام کې لري چې روسیې ته وسلې او مهمات ورکړي.

اروپايي ټولنې هم د بیجینګ له ادارې وغوښتل چې روسیې ته د ګډ پوځي او ملکي استعمال لپاره د محصولاتو صادرات کنټرول کړي.

تیره اونۍ، د اروپايي اتحادیې کمیسیون په دریو چینایي شرکتونو د بندیزونو لګولو وړاندیز وکړ چې روسیې ته یې دوه ځله تولیدات صادر کړي، او وړاندیز یې د هنګري د مخالفت له امله  رد شو.



اړوند خبرونه