د روسیې او اوکراین ترمنځه د بندیانو تبادله وشوه
د روسیې او اوکراین ترمنځ یو ځل بیا د بندیانو تبادله وشوه. ددې تبادلې په نتیجه کې دواړو خواوو سل – سل تنه اسیر سرتیري خوشې کړل.
د روسیې او اوکراین ترمنځ یو ځل بیا د بندیانو تبادله وشوه. ددې تبادلې په نتیجه کې دواړو خواوو سل – سل تنه اسیر سرتیري خوشې کړل.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې د بندیانو د تبادلې په اړه ویلي دي ، "زموږ سل تنه سرتېري بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول. تر اوسه پورې ۳ زره ۱۳۵ اوکراینیان د روسیې له منګولو ژغورل شوي دي."
د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اوکراین سره د بندیانو تبادله شوې ده. په بیان کې ویل شوي، د خبرو اترو په پایله کې د کیف ادارې تر کنټرول لاندې ځمکو څخه ۱۰۰ تنه روسي سرتیري خوشې شوي او بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
"په بدل کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو سل تنه عسکر خوشې شول. روسي عسکر به د الوتکو په واسطه پلازمینې مسکو ته ولیږدول شي تر څو د دغه وزارت اړوند روغتیايي مرکزونو کې درملنه وشي. خوشې شویو سرتیرو ته طبي او رواني مرستې ورکول کیږي." عربي اماراتو د روسي پوځیانو د خوشې کولو په بهیر کې د بشري منځګړیتوب رول لوبولی .دی
د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جنوري په ۳۱ مه نيټه هم د بندیانو تبادله شوې وه چې په نتیجه کې د دواړو خواوو ۱۹۵ – ۱۹۵ تنه سرتیري خوشې شوي وو.