د هالنډ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل، موږ باید له روسیې سره جګړې ته پوره چمتووالی ولرو.

د هالنډ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان ډګرجنرال مارتین ویجن وویل، موږ باید له روسیې سره جګړې ته پوره چمتووالی ولرو.

2082046
د هالنډ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل، موږ باید له روسیې سره جګړې ته پوره چمتووالی ولرو.

د هالنډ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان ډګرجنرال مارتین ویجن وویل، موږ باید له روسیې سره جګړې ته پوره چمتووالی ولرو.

ویجین د هالنډ ورځپاڼې ډی ټیلیګراف ته د اردو په اړه ارزونې وکړې.

هغه د دې په بیانولو سره چې هالنډ باید له روسیې سره د جګړې لپاره پوره چمتووالی ولري ټینګار وکړ چې د دې معنی دا نه ده چې "هرڅوک باید د مرمۍ ضد خولۍ او واسکټ وغوندي". دا پدې معنا ده چې  هالنډ هم باید  سویډن، فنلینډ او بالتیک هیوادونو چې د روسیې سره ګډه پوله لري او خپل خلک يي جګړې لپاره پوره چمتو کړي دي ، مثال تعقیب کړي.

ویجین وویل "موږ باید له روسیې سره جګړې ته چمتو واوسو."

ویجین وویل "هالنډ باید پدې خبره ځان پوه کړي چې ایا که چیرې کله کومه ستونزه راپیښه شي  ټوله ټولنه ددې ستونزې په مقابل کې چمتووالی لري او که نه"

ویجین دې ته په اشارې سره چې هالنډ باید دا فکر ونه کړي چې امنیت یې تضمین دی ځکه چې دا له روسیې څخه ۱۵۰۰ کیلومتره لیرې دی. "یوازې یوه ژبه ده چې روسیه پرې ښه پوهیږي، هغه هم یو پیاوړی پوځ دی."

ویجین ددې خبرې په ټینګار  وویل چې په دفاع وزارت کې د پرسونل کمبودي له منځه وړل اړین دي.

ویجین، چې د جنوري په لومړۍ نیټه به خپله دنده وسپاري، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هالنډ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان دی.


پيوندونه: #جګړه , #روسیه , #هالنډ

اړوند خبرونه