د هالنډ د تیرې ورځې په ټاکنو کې اسلام دښمنه ښي اړخه د ازادۍ ګوند تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي

د هالنډ په عمومي ټاکنو کې، د لومړنیو پایلو له مخې، د ګیرټ ویلډرز په مشرۍ د اسلام دښمنه  او ښي اړخه ازادۍ ګوند (PVV) په پراخه توپیر تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي دي.

2067802
د هالنډ د تیرې ورځې په ټاکنو کې اسلام دښمنه ښي اړخه د ازادۍ ګوند تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي

د هالنډ په عمومي ټاکنو کې، د لومړنیو پایلو له مخې، د ګیرټ ویلډرز په مشرۍ د اسلام دښمنه  او ښي اړخه ازادۍ ګوند (PVV) په پراخه توپیر تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي دي.

په هالنډ کې د ترسره شوو نظرپوښتنو له مخې د ګیرټ ویلډرز په مشرۍ اسلام دښمنه او ښي اړخه د ازادۍ ګوند  د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو په ګټلو سره لومړی ځای خپل کړی دی . همداشان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د رئیس د پخواني مرستیال فرانس تیمرمن په مشرۍ د کارګر او زرغون ګوندونو اتفاق بیا ۲۵ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د دیلان یشیل ګوز زیګریوس په مشرۍ د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره د خلکو ګوند بیا د تیر ټاکنو په پرتله ۱۰ څوکۍ د لاسه ورکړي او ۲۴ څوکۍ يي تر لاسه کړي دي.

د ډینک ګوند چې اکثریت د تورکانو او نورو مسلمانانو نه جوړ دی پدې ټاکنو کې د تیرو ټاکنو په څیر یو ځل بیا یواځې ۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي .

د ویلو ده چې دې پایلو ته په کتو سره هیڅ ګوند ندی توانیدلی چې په یواځې ځان د حکومت جوړولو په اندازه په پارلمان کې څوکۍ ترلاسه کړي. همداشان په هیواد کې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره هم لږ تر لږه د پارلمان ۷۶ رایو ته اړتیا ده.

د اسلام دښمنه او ښي اړخي ازادۍ ګوند  مشر ګیرټ ویلډرز، چې د لومړنیو پایلو له مخې په پراخه توپیر لومړی ځای لري، وویل چې دوی نور له پامه غورځول کیدی نشي او وویل: "موږ به په هیواد واکمن شو. "

ویلډرز خپلو پلویانو  ته په خطاب کې وویل ،

"اوس کمپاین پای ته رسیدلی او رای ورکوونکو خپل تصمیم نیولی دی. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې همفکره شو.  په ګډه کار وکړو. د ازادۍ ګوند  اوس په پارلمان کې ۳۵ څوکۍ ترلاسه کړي دي او دا ددې په معنا ده چې اوس هیڅ ګوند زمونږ په شتوالي سترګې پټولی نشي.  موږ ستړي شوي یو. غواړو چې هالنډ کې  بیا په لومړي کتار کې ځای ونیسو او اقتدار ته ورسیږو.

ویلډرز په خپله وینا کې د پخوانیو څرګندونو په پرتله د نرمۍ نه کار واخیست او وویل چې غواړي هر چا چې د هر دین، ملیت او توکم پورې تعلق ولري لومړی وزیر شي.  هغه هیله څرګنده کړه چې د یو ائتلافي حکومت په خاطر به له نورو ګوندونو سره موافقې ته ورسیږي.

"زه هیله مند یم. زه پوهیدم چې ګوندونه داسې حکومت نه غواړي چې د اساسي قانون خلاف عمل وکړي. موږ به هم دا کار ونه کړو. موږ به د جوماتونو، قرآن او اسلامي ښوونځیو په اړه خبرې ونه کړو. موږ د هالنډ د خلکو هیلو او امیدونو یعنې لومړیتوب هغوې ته ورکړو. د هالنډیانو د روښانه راتلونکي په اړه به خبرې وکړو.


پيوندونه: #ټولټاکنې , #هالنډ

اړوند خبرونه