اروپايي ټولنه غواړي د ناقانونه کډوالو د ډیپورت بهیر ګړندی کړي
اروپایی اتحادیه په فرانسه او بلجیم کې له بریدونو وروسته په پام کې لري هغه ناقانونه کډوال چې په اروپايي هیوادونو کې په قانوني توګه د اوسیدو اجازه یا اسناد نلري خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړي. همداشان ټولنه غواړي چې دا بهیر چټک کړي .
اروپايي اتحادیه غواړي د ناقانونه کډوالو د ډیپورتولو بهیر ګړندی کړي.
اروپایی اتحادیه په فرانسه او بلجیم کې له بریدونو وروسته په پام کې لري هغه ناقانونه کډوال چې په اروپايي هیوادونو کې په قانوني توګه د اوسیدو اجازه یا اسناد نلري خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړي. همداشان ټولنه غواړي چې دا بهیر چټک کړي .
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د کمیسیون غړې یولوا جوهانسن د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.
جوهانسن وویل، په داسې حال کې چې د اسرائیل او فلسطین جګړه دوام لري، وزیرانو د فرانسې د اراس او د بلجیم په بروکسل کې د بریدونو له امله د ترهګرۍ له خطر څخه د اروپايي اتحادیې د لرې ساتلو په اړه بحث وکړ.
جوهانسن د دې خبرې په ټینګار وویل چې د اروپایي ټولنې نه د هغه دریم ګړو هیوادونو د اتباعو ډیپورت چې دلته د اوسیدو قانوني اسناد نلري ځانګړی اهمیت لري. په اصل کې په بروکسل کې برید مونږ ددې دروند خوب څخه د ویښولو یو ډير ښه غږ وو. جوهانسن وویل ، د بروکسل برید کوونکی ترهګر ۱۲ کاله مخکې له تونس څخه راغلی و. سره ددې چې د هغه د پناه غوښتنه په کراتو رد شوې وه خو هغه بیا هم پدې توانیدلی وو چې دلته ژوند وکړي. دا د چا د ملامتولو وخت نه دی، مګر "موږ باید دې مسئلې ته د بیدارۍ غږ په توګه وګورو او په دې مسله ډیر کار وکړو."
جوهانسن وویل چې د ډیپورت میکانیزم او لارښود په ۲۰۰۸ کال جوړ شوی دی او په لنډ وخت کې به پرې د بیاکتنې لپاره کار پیل شي.
جوهانسن د ايټاليا، سلوانيا او جرمني په څېر هېوادونو له خوا په داخلي پولو د کنټرول د وروستي زياتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "موږ د شينګن په سيمه کې ډېرې ستونزې لرو، د داخلي پولو کنټرول يو له هغو څخه دی."
"موږ باید له دې څخه ډډه وکړو." جوهانسن وویل چې د ده ټیم په دې اړه یو راپور چمتو کړی او په لنډ وخت کې به غړو هیوادونو ته سپارښتنې وکړي.
جوهانسن یادونه وکړه چې تورکیه او بلغاریا د غیرقانوني مهاجرت په وړاندې د اروپایي اتحادیې په مبارزه کې خورا ښه همکاري کوي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.