په هالنډ کې غبرګ وسله وال بریدونه شوي.
د هالنډ په روتردام ښار کې د یوه ۳۲ کلن شکمن له لوري په وسله والو بریدونو کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هالنډ کې غبرګ وسله وال بریدونه شوي.
د هالنډ په روتردام ښار کې د یوه ۳۲ کلن شکمن له لوري په وسله والو بریدونو کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روتردام پولیسو په یوه بیان کې ویلي ، پرون ماسپښين په روتردام ښار کې د ٣٢ کلن شکمن له خوا په ترسره شوي لومړي وسله وال بريد کې يوه مور او د هغې ١٤ کلنه لور چې سخته ټپي شوې وه، په روغتون کې ساه ورکړه.
په بیان کې ویل شوي چې دوهم برید د ایراسموس پوهنتون په روغتون کې شوی او ویل شوي چې په دغه برید کې یو ۴۳ کلن کس وژل شوی دی.
د روتردام د پولیسو مشر فریډ ویسټربیک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه ۳۲ کلن شکمن په یوازې ځان دوه وسله وال بریدونه کړي دي.
ویسټربیک وویل چې شکمن لومړی برید د هیمان دولارټپلین په سیمه کې وکړ ، چیرې چې هغه اوسیږي ، او دوهم برید د لومړي څخه یو نیم کیلومتره لرې د ایراسموس پوهنتون روغتون کې ترسره کړ.
ویسټربیک وویل چې بریدګر په روغتون کې د مولوتوف کاکټیل په اچولو سره ډزې پیل کړې . هغه زیاته کړه چې شکمن له خپل ټوپک سره نیول شوی او هغه د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و.
پولیسو مشر وویل چې دا بریدونه د یو کس لخوا ترسره شوي او د برید کونکي اراده څیړل کیږي، پولیسو یادونه وکړه چې شکمن په ۲۰۲۱ کال کې د څارویو نه د ناوړه ګټه اخیستنې جرمي ریکارډ هم لري .