هالنډ او ډنمارک اوکراین ته په لسګونو اف ۱۶ جنګي‌ الوتکې ورکوي

اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو په برخه کې  ډیر مهم ګامونه اوچت شول. هالنډ او ډنمارک به ټولټال ۶۱ F-16 الوتکې اوکراین ته ورکړي. د تړونونو څخه راضي، د اوکراین مشر له لویدیځ څخه ډیر څه غواړي.

2027461
هالنډ او ډنمارک اوکراین ته په لسګونو اف ۱۶ جنګي‌ الوتکې ورکوي

 اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو په برخه کې  ډیر مهم ګامونه اوچت شول. هالنډ او ډنمارک به ټولټال ۶۱ F-16 الوتکې اوکراین ته ورکړي. د تړونونو څخه راضي، د اوکراین مشر له لویدیځ څخه ډیر څه غواړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د هالنډ لخوا دې هیواد ته د ۴۲ اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د ورکولو د تړون د لاسلیکولو نه وروسته ډنمارک ته سفر وکړ. همداشان ډنمارک هم اوکراین ته د ۱۹ اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د ورکولو په اړه موافقه وکړه.

د اوکراین ولسمشر په ډنمارک کې د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ‌ کې لومړی د لومړۍ  وزیرې میټ فریډریکسن سره لیدنه وکړه . دلته یې د ۱۹ F-16 الوتکو قرارداد لاسلیک کړ.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې فریډرکسن  اوکراین ته د ۱۹ اف ۱۹ جنګي‌ الوتکو د ورکولو د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل " موږ پوهیږو چې ستاسو ازادي زموږ ازادي ده. موږ دا هم پوهیږو چې تاسو ډیر څه ته اړتیا لرئ او له همدې امله موږ نن اعلان وکړ چې موږ به اوکراین ته  ۱۹  F-16 جنګي الوتکې ورکړو. د هالنډ سره په ګډه، موږ لومړی هیواد یو چې د لویدیځو جنګي الوتکو د ورکولو په برخه کې ټینګ او د پام وړ ژمنتیا لرو، او موږ هیله لرو چې نور زمونږ لار  تعقیب کړي.

ډنمارک به اوکراین ته ۱۹ F-16 الوتکې ورکړي. د ډنمارک لومړۍ وزیرې وویل ، د هر څه نه مخکې به لومړی د اوکرایني‌ پیلوټانو روزنه پيل شي ، او تمه کیږي چې په نوي کال به  شاوخوا کې ۶  الوتکې لومړۍ ډله له ډنمارک څخه اوکراین ته ورسیږي. دا به اوکراین ته ځي او بیا تمه کیږي چې په راتلونکي کال کې به ۸ نورې الوتکې له ډنمارک څخه اوکراین ته لاړې شي او بیا به بل کال ۵ نورې الوتکې لاړې شي.

د بله پلوه د ډنمارک او هالنډ لخوا اوکراین ته د اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف اوکراین ته د F-16 جنګي الوتکو د استولو په ارزولو سره اعلان وکړ چې دا به یو اټومي ګواښ وګڼل شي.



اړوند خبرونه