وینزویلا په فلسطین کې د خپل ډیپلوماتیک استازیتوب  کچه لوړه کړه.

د وینزویلا لخوا د فلسطین په اړه یوه ډیره مهمه پریکړه

2026394
وینزویلا په فلسطین کې د خپل ډیپلوماتیک استازیتوب  کچه لوړه کړه.

وینزویلا په فلسطین کې د خپل ډیپلوماتیک استازیتوب  کچه لوړه کړه.

د فلسطين د رسمي خبري آژانس WAFA د خبر له مخې، د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپور شوي بيان کې ويل شوي، چې وينزويلا په فلسطين کې د ډیپلوماتیک  نمايندګۍ کچه د سفارت کچې ته لوړه کړې . د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه د ممونیت اظهار وکړ.

په اعلاميه کې دغه پرېکړه په ٢٠٠٩ کال کې د وينزويلا له خوا د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د تاريخي اړيکو د ژورتيا د يوه شاخص په توګه ارزول شوې ده.

د عربي پارلمان لخوا په خپور شوي بیان کې د دې پریکړې هرکلی شوی او د وینزویلا لخوا په هره کچه د فلسطین دولت او خلکو له حقونو څخه ملاتړ  او دفاع ستاینه شوې ده.

په بیان کې ياده شوې پرېکړه په ٢٠٠٩ کال کې د وينزويلا له خوا د فلسطيني دولت په رسميت پېژندلو او د فلسطين له خلکو او د هغوى له عادلانه غوښتنې څخه د دوامدار ملاتړ د انعکاس او د فلسطيني دولت چې پلازمېنه يې بيت المقدس ده، د مرستې په توګه ارزول شوې ده.

بیانیه  کې په نورو هیوادونو غږ شوی  د یو خپلواکه فلسطیني‌ دولت چې پلازمینه بیت المقدس وي‌  او  د فلسطین د خلکو د عادلانه او مشروع حقونو د ملاتړ لپاره ورته ګامونه پورته کړي.

وینزویلا چې په ۲۰۰۵ کال کې یې په رام الله کې د قونسلګرۍ په جوړولو سره په فلسطین کې خپله ډیپلوماتیکه نمایندګۍ پرانیسته ،  په ۲۰۰۶ کال کې یې هلته خپل لومړنی استازی وټاکه، په ۲۰۰۹ کال کې پر غزې د اسرائیلو د وروستي برید له امله له دغه هیواد سره ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او اسرائیلو د سفیر په ګډون  ټول دیپلوماتیک پرسونل يي له کاراکاس څخه وشړل.



اړوند خبرونه