شمالي کوریا پداسې حال کې یو اوږدواټنه بالستیک توغندی ازمایلی چې د ناټو سازمان سرمشریزه دوام لري
جاپان او جنوبي کوریا خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د سمندرګي (ختیځ سمندرګي) په لور د بالستیک توغندي ازموینه کړې.
جاپان او جنوبي کوریا خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د سمندرګي (ختیځ سمندرګي) په لور د بالستیک توغندي ازموینه کړې.
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې شمالي کوریا د پلازمینې پیونګ یانګ څخه په ځایی وخت شاوخوا لس بجې د جاپان د سمندر په لور یو "د اوږد واټن بالستیک توغندی" توغولی.
د جاپان ساحلي ګارد هم تایید کړې چې شمالي کوریا د بالستیک توغندي ازموینه کړې ده.
د جاپان د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دغه توغندی پر ځايي وخت د سهار په ۱۱:۱۳ دقیقو د هوکایډو له شمالي ټاپو څخه ۲۵۰ کیلومتره لیرې او د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر غورځیدلی دی.
دغه وزارت اعلان کړی چې دغه توغندی د انټرکانټیننټال بالستیک په نوم یاد شوی، ۶ زره کیلومتره لوړوالی ته رسېدلی او په هوا کې ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
د یادولو وړ ده چې د توغندي د لګیدو په سیمه کې هوا او سمندري عناصرو ته د احتمالي زیانونو په اړه معلومات ندي ورکړ شوي.
د جاپان د کابینې لوی سکرتر ماتسونو هیروکازو د توغندیو ازموینه وغندله او ویې ویل "د بالستیک توغندیو ازمایښت د سیمې سولې او امنیت ته ګواښ دی".
د اونۍ په جریان کې ، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ ادعا وکړه چې د امریکا هوایی ځواک د جاسوسۍ الوتکې د الوتنې پرمهال د هغه هیواد له فضا څخه سرغړونه کړې وه . هغې ګواښ وکړ ،
" که چیرې دا ډول تیریدو ته دوام ورکړي ، یو نه هیریدونکې الوتنه به تجربه کړي.
د بله پلوه د يونهاپ د خبر له مخې د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول چې دا مهال د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره د ليتوانيا په پلازمينه ويلنيوس کې دی د توغندي د بريد نه وروسته د جنوبي کوريا د ملي امنيت شورا بيړنۍ غونډه وکړه.
یون وویل چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوی توغندی "غیرقانوني" دی او دا هیواد به "بیه ورکړي".
د راپورونو له مخې یون د اټومي مشورتي ګروپ د پیاوړتیا امر کړی، کوم چې امریکا او سویلي کوریا موافقه کړې چې د شمالي اټومي فعالیتونو په وړاندې په ګډه عمل وکړي.