د هالنډ پاچا تاریخي بښنه وغوښته.
د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر په هالنډ کې د غلامۍ په سوداګرۍ کې د بندیز لګیدو د کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د غلامۍ په برخه کې د خپل هیواد د رول په اړه ارزونې وکړې.
د هالنډ پاچا تاریخي بښنه وغوښته.
د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر په هالنډ کې د غلامۍ په سوداګرۍ کې د بندیز لګیدو د کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د غلامۍ په برخه کې د خپل هیواد د رول په اړه ارزونې وکړې.
د هالنډ پاچا الکساندر وویل " زه نن ستا په وړاندې ولاړ یم، زه نن ستا د پاچا او د حکومت د یوه غړي په توګه ستاسې نه بښنه غواړم. "
د دې په یادولو سره چې د غلامۍ په برخه کې د اورنج -ناساو شاهي کورنۍ د "پریکنده رول" د ټاکلو لپاره د څیړنې د ترسره کولو امر کړی . الکساندر د انسانیت په وړاندې د دې جرم په مقابل کې په عمل کولو کې د ښکاره ناکامۍ له امله بخښنه وغوښته.
په هالنډ د غلامۍ تجارت په ۱۸۶۳ میلادي کال کې منع شو.
د هالنډ لومړي وزیر مارک روټ هم په رسمي ډول د خپل حکومت په استازیتوب د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې د خپل هیواد د غلامۍ تاریخ او د غلامانو په سوداګرۍ کې د هغې د رول له امله د بښنې غوښتنه کړې وه.
هالنډ چې د جنوبي امریکا او افریقا په ساحلي سیمو کې یې استعماري واکمني رامنځ ته کړه وه، د شپاړسمې پیړۍ په پای کې د «ترانساتلانټیک» په سیمه کې د غلامانو تجارت پیل کړ او د جنوبي امریکا او اروپا تر منځ د غلامانو د سوداګرۍ یو له مهمو لوبغاړو څخه شو، د ۱۷ پیړۍ په مینځ کې، د غلامانو د سوداګرۍ په یو مهم لوبغاړي د بدلیدو نه وروسته د ۱۸۶۳ میلادي کال د جولای په لومړۍ نیټه په هیواد کې د غلامانو په تجارت بندیز ولګو.