د یونان په ټاکنو کې د کریاکوس میتسوتاکیس په مشرۍ ګوند ستر بری ترلاسه کړ
د یونان په عمومي ټاکنو کې د کریاکوس میتسوتاکیس په مشرۍ د نوي ډیموکراسۍ ګوند چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یوازې په واک کې دی، په پارلمان کې اکثریت وګاټه.
د یونان په عمومي ټاکنو کې د کریاکوس میتسوتاکیس په مشرۍ د نوي ډیموکراسۍ ګوند چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یوازې په واک کې دی، په پارلمان کې اکثریت وګاټه.
د غیر رسمي پایلو له مخې، د نوي ډیموکراسۍ ګوند د ۴۰ عشاریه ۵۶ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د پارلمان له ۳۰۰ څوکیو څخه ۱۵۸ څوکۍ ترلاسه کړې.
ویل کیږي په ټاکنو کې د ګډون کچه ۵۳ سلنه وه. همداشان د نوي ډیموکراسۍ ګوند په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ.
همداشان په ټاکنو کې د سیریزا کیڼ اړخه افراطي ټلوالې د ۱۷.۸۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ۴۷ څوکۍ ګټلې، چې د اصلي اپوزیسیون په توګه یې خپل موقف تضمین کړ.
د پاسوک کینال ائتلاف ۱۱ عشاریه ۸۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ۳۲ څوکۍ ، د یونان کمونیست ګوند د ۷ عشاریه ۶۷ سلنې رایو سره ۲۰ څوکۍ ، د یونان د حل ګوند ۴ عشاریه ۴۵ سلنه رایو ترلاسه کولو سره ۱۲ څوکۍ ، د ظفر ګوند درې عشاریه ۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ۱۰ څوکۍ، د ازادۍ لارې ګوند ۳ عشاریه ۱۷ سلنې رایو سره ۸ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
له بلې خوا ښي اړخي سپارتن ګوند د ۴،۶۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره پارلمان ته د ۱۳ څوکۍ په ترلاسه کولو بریالی شو.