د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا د دودیزو ځواکونو معاهد لغوه کړه.
روسیې د اروپا سره یو بله معاهده هم لغوه کړه
1992464
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا د دودیزو ځواکونو معاهده لغوه کړه.
په دغه فرمان کې چې د پوتین له خوا لاسلیک شوی، ویل شوي چې د اروپا د دودیزو ځواکونو معاهده چې د ۱۹۹۰ کال د نوامبر په ۱۹مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لاسلیک شوې وه، لغوه کوي.
د اروپا د دودیزو ځواکونو کنوانسیون ، چې د طرفینو پر دودیزو ځواکونو محدودیتونه وضع کوي، د ناټو او وارسا تړون هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
په ۲۰۱۵ کال کې، روسیې پریکړه وکړه چې د اروپا د دودیزو ځواکونو کنوانسیون په چوکاټ په غونډو کې خپل ګډون ودروي.