له روسیې څخه بیلاروس ته د اټومي وسلو د انتقال لړۍ پیل شوه.
روسیې بیلاروس ته د اټومي وسلو په انتقالولو پيل وکړ
1991170
له روسیې څخه بیلاروس ته د اټومي وسلو د انتقال لړۍ پیل شوه.
دا خبره د بیلاروس ولسمشر اکساندر لوکاشینکو وکړه.
لوکاشینکو چې پرون پنجشنبه روسیې ته سفر کړی وو اعلان وکړ چې د روسیې څخه بیلاروس ته د اټومي وسلو د انتقال بهیر پیل شو.
هغه خبري رسنیو ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته خبر ورکړی دی چې د اټومي وسلو د انتقال په اړه فرمان يي لاسلیک کړی دی.
هغه وویل چې د روسیی او بیلاروس ترمنځه د اټومي وسلو د ځای په ځای کولو په اړه یو ځانګړی سند لاسلیک شو.
د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په میاشت کې بیلاروس ته د اټومي وسلو د انتقالولو په اړه د خپل تصمیم نه خبر ورکړی وو.
روسیې لویدیځه نړۍ د روسیې او بیلاروس پر وړاندې د یوې نا اعلان کړې جګړې په پیلولو تورنه کړه.