امریکا پر ناروې د ۱ میلیارد ۱۶۶ میلیونه ډالرو پوځي وسلو پلور منظور کړ.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر ناروې د ۱ میلیارد ۱۶۶ میلیونه ډالرو پوځي پلور منظور کړ.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر ناروې د ۱ میلیارد ۱۶۶ میلیونه ډالرو پوځي پلور منظور کړ.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي "د بهرنیو چارو وزارت ناروې ته د یو میلیارد ډالرو اټکل شوي ارزښت سره د MH-60R څو مقصدي هلیکوپټرو او اړوندو تجهیزاتو پلور تصویب کړ."
په بیان کې، چې ویل شوي د پلور تصویب په اړه کانګریس ته خبر ورکړ شوی دی، د پلور کڅوړه کې ۶ MH-60R ډوله هیلیکوپترونه، ۱۵ T-700 GE-401C انجنونه، ۹ لینک ۱۶ ملټي فنکشنل د معلوماتو ویشلو سیسټم ګډ تاکتیکي بیسیم ټرمینل، ۱۸ GPS/PPS سیسټمونه او د هغوی د ملاتړ تجهیزات پکې شامل دي.
د دغې ادارې له خوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناروې د موجودو C-130J ډوله الوتکو عمر تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې د غزولو لپاره د ۱۶۶ میلیونه ډالرو په د ارزښت اضافي تجهیزاتو خرڅلاو منظور شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وسلو خرڅلاو ته منظوري ورکول یواځې ددې خرڅلاو پر وړاندې کوم قانوني خنډ شتون نلري په معنا دی.
همداشان د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته په یو هیواد د وسلو پلور د منظورۍ ورکولو په اړه د خبر ورکولو نه په اعتبار سره د ناټو غړیو هیوادونو لپاره د ۱۵ ورځو په دننه کې او د نورو هیوادونو لپاره بیا د ۳۰ ورځو پورې د اعتراض حق لري. که چیرې کانګرس پدې موده کې اعتراض ونکړي د اړوند هیواد سره د خرڅلاو او تدارکاتو په اړه په مذاکراتو پیل کیږي.