په هالنډ کې د اورګاډو د جنګیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هالنډ په سویل کې، یو مسافر وړونکی اورګاډی د بار وړونکي اورګاډي سره د جنګیدو په نتیجه کې  له پټلۍ څخه بهر شو.

1969328
په هالنډ کې د اورګاډو د جنګیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هالنډ په سویل کې، یو مسافر وړونکی اورګاډی د بار وړونکي اورګاډي سره د جنګیدو په نتیجه کې  له پټلۍ څخه بهر شو. په پیښه کې یو تن مړ او لږ تر لږه  ۳۰ تنه نور سخت ټپیان شوي‌ دي.

پیښه د هاګ او امستردام  ښارونو تر منځ د وورشوټین  په کلي‌ کې رامنځته شوې ده. سیمې  ته یو زیات شمیر د ژغورنې او روغتیايي ډلې واستول شوې.

 

د هالنډ د اورګاډو ادارې ویلي  دي‌ چې په ټکر شوي‌ مساپروړونکي‌  اورګاډي کې ۵۰ تنه مسافرو شتون درلود.

 

له ټکر وروسته د مسافر وړونکي اورګاډي مخکینی واګون کې  له پټلۍ څخه خارج شو او په وروستي‌ واګون کې  اورلګیدنه رامنځته شوه.

ددې پیښې نه وروسته د لیډین او هاګ ښارونو  ترمنځ د اورګاډي  سفرونه وځنډول شول.

ویل شوي، چې د ځینو ټپیانو درملنه د پېښې په ځای کې شوې او پاتې نور روغتون ته لېږدول شوي دي.


پيوندونه: #ټکر , #اورګاډي , #هالنډ

اړوند خبرونه