د اوکراین د دفاع وزیر : د انګلستان لخوا چمتو شوي ټانکونه اوکراین ته راورسیدل
د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف اعلان وکړ چې د انګلستان لخوا چمتو شوي چلینجر ۲ ټانکونه دې هیواد ته راوړل شوي.
د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف اعلان وکړ چې د انګلستان لخوا چمتو شوي چلینجر ۲ ټانکونه دې هیواد ته راوړل شوي.
رزنیکوف د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې د لویدیځ د "ټانک ایتلاف" په چوکاټ کې اوکراین ته د اکمالاتو په اړه معلومات ورکړي دي.
"چیلنج ۲ ټانکونه چې د انګلستان لخوا چمتو شوي دي پدې وروستیو کې زموږ هیواد ته رسیدلي دي." رزنيکوف د ټانکونو له امله د انګلستان له حکومت او خلکو مننه وکړه.
وزیر رزنیکوف ویلي، چې ټانکونه ازمویل شوي او ډېر ژر به خپلې جنګي دندې پیل کړي.
د بله پلوه د اوکراین د لوی درستیز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې پوځ تیره ورځ ۲۴ هوايي او ۱۲ توغنديز بریدونه کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې روسیه د ملکي وګړو پر وړاندې د ترهګرۍ له تاکتیک څخه کار اخلي.
"پرون د دونیتڅک سیمې د سلویانسک ښار په زیربناوو د توغندیو د برید په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسانو په هوايي برید کې د خرسون سیمې په بیرسلاو ښار کې د ملکي وګړو یو کور زیانمن شوی دی.
ویل شوي، چې روسیې د شپې پر مهال د بې پیلوټه الوتکو پر مټ برید وکړ، چې ۱۴ ډرون الوتکې یې د اوکرایني ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.
په همدې حال کې د هالنډ لومړي وزیر مارک روت ویلي چې هېواد یې اوکراین ته د جنګي الوتکو د استولو لپاره چمتو دی.
روټي په روټردام کې د آلمان له لومړي وزیر اولاف شولز سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل ، په هالنډ کې، موږ له خپلو شریکانو سره په پراخه کچه مشورې کوو، پرته له کوم تعصب څخه، خو دا مهال د جنګي الوتکو د کارولو لپاره زموږ لخوا د پیلوټانو د روزنې په اړه کومه پریکړه نه ده شوې. تر اوسه دلته هیڅ پریکړه نه ده شوې."
اوکراین تېره میاشت له هالنډ څخه د F-16 جنګي الوتکو غوښتنه وکړه.