شمالي کوریا د ډرون تحت البحري د ازمایلو نه چې د راډیو اکتیف وړانګو د توسونامي توان لري خبر ورکړ.

شمالي کوریا د یوې ډرون اوبتل یا تحت البحري کښتۍ د جوړولو  چې د "راډیو اکټیف وړانګو د  توسونامي" د تولید توان لري په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.

1964510

 د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې دا "پټه وسله" د سه شنبې په ورځ د جنوبي هامیونګ ولایت اوبو ته ښکته کړې شوه.

د راپور له مخې، دا له ۸۰ څخه تر ۱۵۰ مترو په ژوروالي کې له ۵۹ ساعتونو څخه ډیر د ګرځیدو نه وروسته په ختیځ ساحل کې وچول شوه.

شنونکي د نويو وسلو د وړتیاوو په اړه د شمالي کوریا ادعا ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کوریا په ټاپو وزمه کې تاوتریخوالی لاهم لوړ دی ،  ځکه چې امریکا او سویلي کوریا د چهارشنبه په ورځ په پنځو کلونو کې خپل ترټولو لوی ګډ ځمکني پوځي تطبیقات بشپړ کړل.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د جمعې په ورځ وویل چې هغوې به "شمالي کوریا  باندې  د دې بې پروا پارونکي هڅونې بیه خامخا پرې کړي ".

د ویلو ده چې شمالي کوریا پدې وروستیو کې د بالستیک توغندیو او نوو وسلو ازمایښت ته زور ورته کړی دی.

اړوند خبرونه