سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې سیمه کې په نظامي تمرینونو کې ریښتیني مهمات وکارول.

سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې د حقیقي مرمیو سره تطبیقات وکړل

1964063
سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې سیمه کې په نظامي تمرینونو کې ریښتیني مهمات وکارول.

سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې سیمه کې په نظامي تمرینونو کې ریښتیني مهمات وکارول.

د یونهاپ د راپور له مخې، امریکا او سویلي کوریا د شمالي کوریا سره په پوله کې د بې طرفه سیمې په ۳۰ کیلومترۍ پوچیون ښار په لمنو کې په تطبیقاتو کې  ۱۰۰ اوبوس توپونو،  یو زیات شمېر زغره وال ګاډو او ۸۰۰ پوځیانو ګډون کړی دی.

ويل شوي چې د جنوبي کوريا او امريکا تر منځ په ګډو پوځي تمرينونو کې د روزنې فعاليتونه د دواړو هېوادونو د پوځيانو په متقابل عمل او د ګډو ډزو پر ځواک متمرکز وو.

د سویلي کوریا د اردو چارواکو یادونه وکړه چې دا تمرین "د شمالي کوریا د پرله پسې ګواښونو په ځواب کې د متحدینو د لوی ځواک څرګندولو لپاره و."

شمالي کوریا چې د امریکا ا وسویلي کوریا لخوا د  " ازادۍ ډال " د پوځي تطبیقاتو د پیلولو نه وروسته چې د مارچ د ۱۴ مې نیټې راهیسې د توغندیو ازموینو ته زور ورته کړی دی. همداشان دې هیواد اعلان وکړ چې دوی د مارچ په ۲۰ د اټومي برید ضد تمرین وکړي.

د پیونګ یانګ ادارې د روانې میاشتې له پیل راهیسې ۶ توغندي ازمویلي او د روان کال له پیل راهیسې یې تر ۲۰ زیات توغندي ازمویلي دي.



اړوند خبرونه