په هالنډ کې یو تن ښې اړخه افراطې سیاستوال یو ځل بیا قرانکریم ته سپکاوی وکړ

په هالنډ کې د توکمپالنې لویدیځ د اسلامي کیدو  پر وړاندې د وطنپالو اروپایانو غورځنګ  مشر اډون واګینس ویلډ، یو ځل بیا د اوتریخت  ښار کې په یوازې ځان په اعتراضیه غونډه  کې قرآن کریم څیري کړ.

1945780

واګنس ویلډ د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې  هغه عکسونه نشر کړي چې پکې هغه  په  قرآن په خپو ختلی  او بل قرآن یې څیري کړی دی..

واګینسویلډ، چې په پوسټ کې یې ویلي وو چې هغه به څیري کړی قرآن کور ته راوړي او وبه يي سوځوي. هغه  د اوتریخت ښاروال او پولیسو څخه مننه وکړه چې مظاهرې ته یې اجازه ورکړه او اسانتیا یې ورته برابره کړه.

واګینسویلډ د جنورۍ په ۲۲ په هاګ ښار کې د هالنډ د موقتي پارلمان ودانۍ مخې ته په یوه لاریون کې د پولیسو تر محافظت لاندې قرآن کریم وسوځاوه.

په ښار کې په سلګونو مسلمانانو په قران کریم د بریدونو پر ضد په اعتراض کې مظاهره وکړه.

پيوندونه: #قرانکریم , #هالنډ

اړوند خبرونه