د روسېې او اوکراین ترمنځه د بندیانو تبادله ترسره شوه

د روسیې او اوکراین ترمنځه د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۱۱۶ تنه اوکرایني‌ پوځیان خوشې شول

1942078
د روسېې او اوکراین ترمنځه د بندیانو تبادله ترسره شوه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوې، ټولټال ۱۷۶۲ اوکراینیان د روسیې له بند څخه ژغورل شوي‌ دي.

زیلینسکي په خپل ټیلیګرام پاڼه  کې په خپور کړي‌ ویدیويي پيغام  کې ویلي‌ دي‌ چې د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو په وروستي تبادله کې ۱۱۶ نور اوکرایني سرتیري خوشي شوي دي.

زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې د بندیانو تبادله د میاشتو راهیسې روانه ده، "د فبروري له ۲۴ راهیسې، ۱۷۶۲ اوکراینیان د روسیې له بند ژغورل شوي‌ دي."

زیلینسکي د انګلستان له لومړي وزیر ریشي سناک سره د تلیفوني خبرو نه هم خبر ورکړ. هغه وویل چې دوی له اوکراین سره د وسلو د مرستې پر مسلو خبرې وکړې.

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره چې اوکرایني پوځیانو د انګلستان  اړوند د چیلنجر ۲ ټانکونو د کارولو روزنه پیل کړې ده، وویل: "زمونږ سرتیرو لا دمخه په انګلستان کې د چیلنجر ټانکونو روزنه پیل کړې.".

زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې په هېواد کې له ۳۴۶ ورځو راهیسې جګړه روانه ده، ټینګار وکړ چې تر ټولو سختې نښتې د اوکراین په دونیڅک سیمه کې روانې دي.



اړوند خبرونه