روسیې پر اوکراین خونړي‌ بریدونه کړي

په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

1938905
روسیې پر اوکراین خونړي‌ بریدونه کړي

په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې روسي ځواکونو د جنوري په ۲۶ د جنګي الوتکو څخه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره  په اوکراین بریدونه وکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بریدونو په پایله کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې  ۳۵ ودانۍ زیانمنې شوي، دا هم ویل شوي، چې تر ټولو زیات زیان د پلازمېنې کیف په ښار کې زیربناو ته اوښتی دی.

د اوکراین لوی درستیز والري زالوژني ویلي، روسیې د جنورۍ په ۲۶مه ۵۵ توغندي توغولي، چې ۴۷ یې  شنډ او له منځه وړل شوي‌ . ددې توغندیو نه ۲۰ په پلازمېنه کیف شوي‌ دي.

 

سربیره پردې، دا هم ویل شوي چې د روسیې د اردو ۲۴ بې پیلوټه الوتکې د اوکراین د هوایي دفاع ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه