امریکا د داعش ترهګرې ډلې د یو مهم مشر د وژلو نه خبر ورکړ

امریکا په سومالیا کې د داعش ترهګرې ډلې یو مشر د خپلې لس کسیزې ډلې سره یو ځای له منځه وړو نه خبر ورکړ.

1938677
امریکا د داعش ترهګرې ډلې د یو مهم مشر د وژلو نه خبر ورکړ

امریکا په سومالیا کې د داعش ترهګرې ډلې یو مشر د خپلې لس کسیزې ډلې سره یو ځای له منځه وړو نه خبر ورکړ.

د امریکا لوړ پوړو چارواکو اعلان وکړ چې بلال السوداني په نامه  د داعش ترهګرې ډلې یو جګپوړی چارواکی د خپلې لس کسیزې ډلې سره له منځه وړی دی.

دوو جګپوړو امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته په یوه انلاین غونډه کې د سوډاني د نیولو لپاره چې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په لېست کې شامل شوی و، تېره شپه د سومالیا په شمال کې پر یوه غرنۍ څمڅې کمپلیکس باندې عملیات  ترسره کړل.

د يادونې ده، چې سوډاني په هغو نښته کې، چې د امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال رامنځته شوې، وژل شوى. چارواکو ويلي، چې د عملياتو په پايله کې هېڅ ملکي او پوځي وژل شوى نه دى، يواځې يو امريکايي  عملیاتي سپي ټپي شوى دى.

چارواکي ویلي‌  د برید پلان څو میاشتې مخکې نه جوړ شوی دی. چارواکو وویل چې ولسمشر جو بایډن چې تیره اونۍ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) لخوا خبر شوی و ، هم د دې اونۍ په پیل کې د عملیاتو منظوري ورکړه.

چارواکو ویلي چې سوډاني په ټوله نړۍ کې د داعش ترهګریز سازمان عملیاتي فعالیتونو ته مالي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کوو ، په ځانګړې توګه په افریقا او افغانستان کې.

 

په څرګندونو کې راغلي‌ دي  چې سوډاني د داعش سره د یوځای کیدو دمخه د "ترهګرۍ اوږد تاریخ" درلود. چارواکو یادونه وکړه چې امریکا خپلو  نورو مهمو متحدینو ته، د سومالیا د حکومت په ګډون، د عملیاتو په اړه خبر ورکړی.



اړوند خبرونه