جرمني د اوکراین سره د لیوپارډ ټانکونو د مرستې کولو نه خبر ورکړ.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز اعلان وکړ چې د لیوپارډ ټانکونه به اوکراین ته واستول شي.
جرمني د اوکراین سره د لیوپارډ ټانکونو د مرستې کولو نه خبر ورکړ.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز اعلان وکړ چې د لیوپارډ ټانکونه به اوکراین ته واستول شي.
شولز د مسئلې په اړه په یوه بیان کې وویل " دا پریکړه د اوکراین نه زمونږ د قوي ملاتړ ملاتړ او د نړیوالې ټولنې په ګډه توګه عمل کولو ښکارندويي کوي."
د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبستریت وویل چې هیواد به یې اوکراین ته دوه کنډکه د لیوپارډ ۲ ټانکونه چې ۱۴ یې په لومړي پړاو کې ورکړي مرسته وکړي .
هیبستریت زیاته کړه چې په جرمني کې به د اوکرایني پوځیانو روزنه ژر پیل شي او جرمني به اوکراین ته لوژستیک او مهمات هم ورکړي.
ویاند اعلان وکړ چې د دریم هیواد په اختیار کې د لیوپارډ ۲ ټانکونه هم اوکراین ته د لیږلو منظوري ورکړل شوې.
اوکراین پر جرمني فشار زیات کړی چې د روسیې پر وړاندې د جګړې په خاطر ورته درنې وسلې ورکړي. د جرمني ساخت لیوپارډ ۲ محاربوي ټانکونه د اوکراین د ملاتړ په اړه د بحثونو تمرکز و.
د ویلو ده چې جرمني وروسته د هغه اوکراین ته د ټانکونو د ورکولو نه خبر ورکړ چې د امریکا ولسمشر جو بایدن به هم د روانې اونۍ په دننه کې اوکراین ته د ابرامز پرمختللو ټانکونو ورکولو نه خبر ورکړي.
یو امریکایی چارواکی ویلي دي چې "ولسمشر بایډن به اعلان وکړي چې هغه به اوکراین ته د ام ۱ M1 ابرامز ټانکونه ورکولو بسته پدې اونۍ کې او کیدای شي چې سبا وي اعلان کړي.
له بلې خوا، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د ابرامس ټانکونو اغیز، چې امریکا پلان لري اوکراین ته واستوي، باید پراخ نه شي.
"دا ټانکونه به د نورو په څیر وسوځول شي. خو دا ټانکونه خورا ګران دي او لګښت به یې په لومړي سر کې د اروپایي مالیه ورکونکو لخوا ورکول کیږي."