په ۲۰۲۱ کال  کې، په هرو ۴ نقطه ۴  ثانیو کې یو ماشوم یا ځوان ژوند د لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه : په ۲۰۲۱ کال کې ۵ میلیونه ماشومان د ۵ کلنۍ څخه مخکې ژوند د لاسه ورکړی دی

1930295
په ۲۰۲۱ کال  کې، په هرو ۴ نقطه ۴  ثانیو کې یو ماشوم یا ځوان ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ۲۰۲۱ کال  کې، په هرو ۴ نقطه ۴  ثانیو کې یو ماشوم یا ځوان ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د مړینې د اټکلونو په اړه د بین المللي ادارو ترمنځه  (UN IGME)  ډلې لخوا د خپور شوي وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۱کال  کې ۵ میلیونه ماشومان د ۵ کلنۍ څخه مخکې مړه شوي. همداشان ددې ترڅنګ ۲ نقطه یو میلیون تنو  ماشومانو یا ځوانانو چې عمرونه یې د  ۵ او ۲۴  کلونو ترمنځ دي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د یوه بل راپور له مخې، په همدې موده کې ۱.۹ میلیونه ماشومان مړه زېږېدلي، په داسې حال کې چې روغتیايي سیستم ته د عادلانه لاسرسي او د ماشومانو د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د دغو مړینو مخه نیول کېدای شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال کې په هرو ۴.۴ ثانیو کې یو ماشوم یا ځوان ژوند د لاسه ورکړی ، که روغتیايي سیستمونه په کافي اندازه وده ونه کړي، ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۵۹ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان مړه شي او ۱۶ میلیونه ماشومان به مړه وزیږول شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د ۵ کلونو  څخه د کم عمر ماشومانو د مړینې ۵۶ سلنه د افریقا په جنوب کې د لویې صحرا په هیوادونو کې  او ۲۶ سلنه په سویلي آسیا کې رامنځته شوي دي. هغه ماشومان چې د  افریقا په جنوب کې د لویې صحرا کې زیږیدلي په نړۍ کې د مړینې ترټولو لوی خطر سره مخ دي، دا خطر په اروپا او شمالي امریکا کې د زیږیدلو ماشومانو په پرتله ۱۵ ځله لوړ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو تحلیلي پلان جوړونې او څارنې مشره ویدهیا ګنیش، ویلي چې ډیری والدین هره ورځ د خپلو ماشومانو له لاسه ورکولو له صدمې سره مخ دي.

"دا ډول پراخه او د مخنیوي وړ تراژیدي باید هیڅکله داسې ونه انګیرل شي چې مخه يي نه نیول کیږي. د قوي سیاسي ارادې او په بنسټیزو روغتیایی خدماتو پانګوونې سره چیرې چې هر ماشوم او ښځه په مساوي توګه  د روغتیايی خدماتو د حق نه برښمند وي کولی شو چې پرمختګ وکړو."

د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) د میندو، ماشوم او لویانو روغتیا لپاره د انسټیټیوټ رئیس  انشو بنرجي، وویل چې د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو چانس یوازې د هغه ځای لخوا رامینځته کیږي چې دوی زیږیدلي دي او د ژوند ژغورونکي روغتیایی خدماتو ته لاسرسي کې نابرابري لوی ظلم دی.

"په نړۍ کې ټول ماشومان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره قوي لومړني روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري، ترڅو ژوند په غوره توګه پیل کړي او راتلونکي ته په امید سره وګوري."



اړوند خبرونه