د اوکراین او روسیې ترمنځه د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ ورځ د جنګي اسیرانو تبادله ترسره شوه.
اوکراین او روسیې یو ځل بیا د جنکي اسیرانو تبادله وکړه
د اوکراین او روسیې ترمنځه د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ ورځ د جنګي اسیرانو تبادله ترسره شوه.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د روان میلادي کال په وروستۍ ورځ د بندیانو د تبادلې له تړون سره سم ۱۴۰ اوکرایني او ۸۲ روسي پوځیان تبادله شول.
د روسيې او اوکراين ترمنځ په جګړه کې ښکېلو غاړو د روان کال په وروستۍ ورځ د بنديانو د تبادلې د تړون له مخې خپل نيول شوي سرتېري بېرته واخيستل. د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرمل ویلي چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د خبرو په پایله کې ۱۴۰ اوکرایني پوځیان خوشي شوي دي. «مونږ په نوي کال نه یواځې دا چې د دښمن توغندي شنډو ، بلکې مونږ خپل هیوادوال هم د دښمن له زندانونو نه خوشې کوو. دا یوه بله لویه تبادله ده چې ترسره شوه. زمونږ۱۴۰ تنه هیوادوال بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي."
یرمل وویل چې چې د هوکړې له مخې د خوشې شوو ۱۴۰ تنو اوکرایني وګړو نه ۱۳۲ تنه نارینه سرتېري او ۸ تنه یې ښځې دي.
د بله پلوه د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ۸۲ تنه روسي سرتیري د اوکراین لخوا د بندیانو د تبادلې په هوکړې سره دوې ته سپارل شوي دي. روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې له کیف سره د خبرو اترو په لړ کې ۸۲ روسي پوځیان بیرته خوشي شوي دي. ویل کیږي د اوکراین سره د خبرو اترو په نتیجه کې ۸۲ روسي پوځیان چې ژوند یې په خطر کې وو، ازاد شوي دي. دغه کسان د کیف د رژیم تر کنټرول لاندې سیمې څخه روسیې ته سپارل شوي دي.
ویل کیږي ازاد شوو پوځیانو به د طبي او رواني معایناتو نه تیر شي.