په کروشیا کې یوې میګ ۲۱ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د کروشیا یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ
1915723
په کروشیا کې یوې میګ ۲۱ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د کروشیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند یوې میګ-۲۱ ډوله جنګي الوتکې چې د هیواد په شمال کې د ویروویټیکو پوډراسکا سیمې ته نږدې د روزنې الوتنه کوله، په یوه ځنګلي سیمه کې ولوېده.
د کرویشیا د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په الوتکه کې دوه پیلوټانو شتون درلود چې د یوه پیلوټ سره تماس نیول شوی او د دویم پیلوټ د موندولو لپاره د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روغتیا او خوندیتوب ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي دي. تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل معلوم نه دی.