امریکا په کال کې د ۳۰۰ نه تر ۸۰۰ تنو پورې روهینګیايي کډوالو ته پناه ورکوي
بنګله دیش اعلان کړی چې امریکا به پدې هیواد کې د میشتو روهینګیايي کډوالو د کمپ نه په کال کې د ۳۰۰ نه تر ۸۰۰ تنو پورې کډوال ومني.
بنګله دیش اعلان کړی چې امریکا به پدې هیواد کې د میشتو روهینګیايي مسلمانانو د کمپ نه په کال کې د ۳۰۰ نه تر ۸۰۰ تنو پورې کډوال ومني.
دا خبره د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن په پلازمېنه ډاکه کې په یوه خبري غونډه کې وکړه. هغه وویل چې ،
"په لومړي پړاو کې، د پلان له مخې ۶۲ روهینګیايي کډوال د دسمبر په اتمه نیټه امریکا ته انتقال او هلته به ځای په ځای شي. امریکا به په کال کې له ۳۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې روهینګیايي کډوال ومني."
مومن وویل: "ما امریکایي چارواکي ته وویل چې دا یوازې یوه کوچنۍ ډله ده چې لیږل شوې ده. هغه ځواب ورکړ چې دا یوازې پیل وو .
مومن وویل چې د اپریل په څلورمه په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په لیدنه کې د هغه نه د روهینګیايي مسلمانان کډوالو د منلو غوښتنه وکړه چې هغه دا غوښتنه منلې وه.
مومن وویل چې په بنګله دیش کې د کډوالو د فشار د کمولو لپاره باید لږ تر لږه سل زره روهینګیا مسلمانان باید پرمختللو هیوادونو لکه انګلستان او جاپان او داسې نور ومني. انګلستان او جاپان هم باید د امریکا په څیر ورته غوښتنه وکړي.
په بنګلادیش کې د کاکس بازار سیمه، چې د نږدې یو میلیون روهینګیايي کډوالو کوربه توب کوي د طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله زیانمنه شوې ده. پدې سیمه کې میشت کډوال جدي مرستو ته اړتیا لري.