هنګري د اوکراین سره د اروپايي ټولنې د مالي مرستې کڅوړه ویتو کړه
هنګري له اوکراین سره د راتلونکي کال لپاره د ۱۸ میلیارد یورو مالي مرستې په اړه د اروپايي اتحادیې د مرستې کڅوړه ویټو کړ.
هنګري له اوکراین سره د راتلونکي کال لپاره د ۱۸ میلیارد یورو مالي مرستې په اړه د اروپايي اتحادیې د مرستې کڅوړه ویټو کړ.
د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د مالیې وزیرانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه وکړه.
د غونډې په پای کې د اروپايي ټولنې دوره يي مشر هیواد د چک جمهوریت د مالیې وزیر اعلان وکړ چې د راتلونکي کال لپاره د اوکراین سره د اروپايي ټولنې د مالي مرستو کڅوړه تصویب نشوه. هغه وویل چې دا کڅوړه ویتو شوې ده.
هغه دې ته په اشارې سره وویل چې د اروپايي اتحادیې هیوادونو لخوا د رایو په اکثریت سره د اوکراین سره د مالي مرستو کڅوړه منل شوې نده. هغه زیاته کړه چې دوی په داسې حل باندې کار پیل کړی چې د هنګري ویټو مات کړي چې د ۲۶ غړو هیوادونو لخوا یې ملاتړ شوی.
هنګري په ټولیزه توګه له اوکراین سره د مالي ملاتړ کولو او د دې لپاره په ګډه پور ورکولو سره مخالفت کوي. هنګري ټینګار کوي چې هر غړی هیواد باید د خپل وس له مخې له اوکراین سره مرسته وکړي.