د روسیې او اوکراین ترمنځه یو ځل بیا د جنګي اسیرانو تبادله وشوه
د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په په اړه د روانو مذاکراتو په نتیجه کې د دواړو خواوو نه ۱۲۰ تنه بندیان خوشې او خپلو هیوادونو ته وسپارل شول.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په په اړه د روانو مذاکراتو په نتیجه کې د دواړو خواوو نه ۱۲۰ تنه بندیان خوشې او خپلو هیوادونو ته وسپارل شول.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د دسمبر په شپږمه نېټه د جنګي اسیرانو په اړه د روانو مذاکراتو په پایله کې ۶۰ روسي پوځیان چې د مرګ له خطر سره مخامخ وو، د اوکراین لخوا خوشې او خپل هیواد ته ستانه شول. خوشې اسیران د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو په ځانګړې الوتکه کې درملنه په موخه پلازمینې مسکو ته انتقال شوي دي.
له بلې خوا د روسیې د دفاع وزارت له خوا په شریکو شویو انځورونو کې د روسیې پوځیان وايي چې خپلو کورونو ته په ستنېدو خوښ دي او هرڅه سم روان دي.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرمک د اوکراین په استازیتوب د بندیانو د تبادلې په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: «د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۶۰ تنه د خاورې مدافعین چې ۵۸ تنه یې نارینه او دوه ښځې دي، بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي ديیرمک یادونه وکړه چې د خوشې شوو سرتیرو څخه ۱۴ تنه یې د ازوتسل مدافعین وو.
د ویلو ده چې د روان کال د نوامبر په میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ څو ځله د بندیانو تبادله وشوه. وروستۍ تبادله د ډسمبر په لومړۍ نټیه شوې وه چې په نتیجه کې ټولټال ۱۰۰ تنه عسکر خوشې شوي وو.