د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د جګړې د لومړۍ کرښې نه لیدنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دونیتڅک په سیمه کې چیرته چې د روسیې سره ډیره شدیده جګړه دوام لري  د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپلو سرتیرو نه لیدنه وکړه.

1915473

زیلینسکي د ټیلیګرام له لارې په خپور کړي  ویډیو پيغام کې ویلي چې هغه د دونیتڅک په سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپلو سرتیرو نه لیدنه وکړه.

زیلینسکي د سلویانسک په ښار کې له سرتیرو سره د لیدنې په ترڅ کې یادونه وکړه چې نن د اوکراین د وسله والو ځواکونو ورځ ده.

"په دودیز ډول، زه نن ورځ په لومړۍ کرښه کې زمونږ د  جنګیالیو نه لیدنه کوم."

زیلینسکي وویل، د اوکراین پوځیان له څه باندې ۹ میاشتو راهیسې په ډیر سختو شرایطو کې د روسیې له پوځ سره په جګړه بوخت دي او پوځ به یې تر هغه وخته پورې جګړه کوي تر کومه چې ددې هیواد ټوله خاوره ازاده شوي نوي.

هغه د خپلو ټولو سرتیرو نه چې د خپل سر په قیمت د هیواد نه دفاع کوي مننه وکړه.

زیلینسکي وویل:

"د جګړې ډګر پراخ شوی، مبارزه درنه ده، بیه یې لوړه ده، خو یو څه چې  ثابت دي او نه بدلیږي هغه زمونږ او ستاسې  زړورتیا، ستاسو حوصله او ستاسو قوي اراده ده. له همدې امله زمونږ خپلواکي، ستاسو دښمن ته سر نه ټیټول او په هسکه غاړه مبارزه  زمونږ  خپلواکي ده."

اړوند خبرونه