د روسیې او اوکراین ترمنځ یو ځل بیا د جنګي اسیرانو تبادله وشوه.
د اوکراین او روسیې ترمنځه د جنګي اسیرانو په تبادله کې ۵۲ تنه اوکرایني او ۵۰ هم روسي وګړي خوشې شول
1899432
د روسیې او اوکراین ترمنځ یو ځل بیا د جنګي اسیرانو تبادله وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې تبادله کې ۵۲ اوکراینیان او ۵۰ روسان خوشي شوي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندري یرماک د ټویټر له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۵۲ اوکرایني وګړي خوشې شول.
هغه زیاته کړې ده چې "مونږ وکولای شو چې خپل ۵۲ وګړي چې افسران، ډاکټران، ضابطان او سرتیري دي آزاد کړو."
د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اوکراین سره د بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه ۵۰ روسي سرتېري خوشې شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سرتېرو ته لازمې طبي او رواني مرستې برابرې شوې او دغه کسان به د وزارت اړوند الوتکو په واسطه پلازمېنې مسکو ته ولېږدول شي.