د روسیې او اوکراین ترمنځ ۲۱۸ تنه جنګي اسیران او بندیان تبادله شول.
د روسیې او اوکراین ترمنځه تر ننه پورې تر ټولو ستره د جنګي اسیرانو او بندیانو تبادله وشوه
د روسیې او اوکراین ترمنځ ۲۱۸ تنه جنګي اسیران او بندیان تبادله شول.
روسیې ۱۰۸ اوکراینۍ ښځې او اوکرایني لوري ۱۱۰ کسان خوشې کړل چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ ۲۱۸ بندیان تبادله شول .
روسیې ۱۰۸ اوکراینۍ ښځې او اوکرایني لوري ۱۱۰ کسان خوشې کړل چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.
د ویلو ده چې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله وشوه.
د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندرې یرماک په خپور کړي بیان کې ویلي، چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د تړون له مخې د روسیې له خوا ۱۰۸ اوکراینۍ ښځې خوشې شوې دي.
یرمک، د ټولو ښځینه بندیانو د تبادلې په اړه وویل: "نن په لویه کچه د بندیانو تبادله وشوه. مونږ ۱۰۸ تنه اوکرایني میرمنې چې زمونږ لپاره ډیر زیات اهمیت او ارزښت درلود، د بند څخه وژغورلې . دا د ټولو ښځینه بندیانو لومړنۍ تبادله وه.".
د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اوکراین سره د بندیانو د تبادلې د هوکړې له مخې ۱۱۰ کسان خوشې شول او مونږ تسلیم شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کسان د روسېې او اوکراین ترمنځه د جنګي اسیرانو او بندیانو د تبادلې د تړون په پایله کې ۱۱۰ کسان چې ۷۲ یې سمندري ځواکونو منسوبین دي خوشې شو او روسیې پلو ته وسپارل شول.
ویل شوي چې د بندیانو دا تبادله د روسیې د بشري حقونو لپاره کمېشنرې تاتیانا موسکلکوا د روسیې د پلو مشري کوله.