د اوکراین ولسمشر له تورکیې مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو په تبادله کې د تورکیې د منځګړیتوب له امله مننه وکړه.

1892574
د اوکراین ولسمشر له تورکیې مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو په تبادله کې د تورکیې د منځګړیتوب له امله مننه وکړه.

زیلینسکي، چې د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپا د شورا په پارلماني مجلس کې برخه اخیستې وه، لومړی وینا وکړه او بیا یې د مجلس غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

زیلینسکي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی پوهیږي  چې هم دوی او هم   سور صلیب نړیواله کمیټه د اوکراین جنګي بندیانو ته رسیدلی نشي. همداشان د اوکراین جنګي بندیان ډیر زیات شکنجه شوي دي. هغه وویل چې

"زه غواړم د تورکي چارواکو څخه هم مننه وکړم چې د ازوفتال د ځینو بندیانو په خوشې کولو کې یې له مونږ سره مرسته وکړه."

زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې د اوکراین او روسیې جګړه له ۲۳۰ ورځو راهیسې روانه ده او دوی هر سهار له دې پوښتنې سره راپاڅېږي چې د روسیې راتلونکی هدف به څه وي؟ روسیه باید په ډیپلوماټیک ډګر کې د امکان تر حده منزوي شي او فشارونه پرې زیات شي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل، «کله چې ټوپک خاموشه وي، ډیپلوماسۍ تر ټولو ځواکمنه وسیله ده،  خو نن ورځ له روسیې سره ډیپلوماسۍ ممکنه نه ده،».

 هغه  یادونه یې وکړه چې ځینو هېوادونه داسې عمل  کوي هیڅ شی چې رامنځته شوي نوي.

"مونږ ترهګر نه یو، د روسیې ملکي وګړي نه وژنو. خو د روسیې ټولنې ته باید وښودل شي چې دا جګړه دوی ته ګرانه تمامېږي. دا جګړه د دوی مشرانو پیل کړې ده."

زیلینسکي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۱۴۳ هیوادونو په رایو سره د روسیې لخوا د اوکراین د غیرقانوني الحاق په اړه د غندنې پریکړه لیک تصویبولو نه د ستر بري په توګه یادونه وکړي او هیله څرګنده کړه چې د اروپا شورا د پارلمانونو مجلس  روسیه د "ترهګر دولت" په توګه اعلان کړي. هغه وویل که چیرې دا کار وشي تاسې به لومړنی بڼسټ یاست چې روسیه د ترهګري دولت په توګه اعلان کړۍ. تاسې کولې شۍ چې روسیه عدالت د راښکدولو په خاطر ځانګړی رول ولوبوۍ..



اړوند خبرونه