روسیې د اوکراین له لارې اروپا ځینو هیوادونو ته د تیلو لیږد بند کړ.
روسیې د اوکراین له لارې د اروپا درې هیوادونو ته د تیلو لیږد ودرو
روسیې د اوکراین له لارې اروپا ته د تیلو لیږد بند کړ.
د روسیې د تیلو د پایپ لاین چلونکي ټرانسیفټ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د درجبا پاپ لاین د سویلي څانګې لپاره چې د اوکراین له لارې هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت ته د روسیې تیل لیږدوي باید ( یوکراټرانس نفتا ) شرکت ته پیشکې پیسې ورکړي.
په بیان کې، ټرانسیفټ شرکت یوکرا ټرانس نفتا شرکت ته بیان حوله کړي دي خو د اروپايي ټولنې لخوا پر روسیې د لګول شوو بندیزونو له امله دا پيسې بیرته ټرانسیفټ شرکت ته ستنې شوي دي. ټرانسیفټ شرکت وايي چې د بندیزونو له امله نشې کولې چې یوکرا ټرانس نفتا شرکت ته پيسې ورکړي.
د پيسو د نه ورکولو له امله یوکرا ټرانس نفتا شرکت د اوکراین له لارې اروپا ته د تیلو لیږد درولی دی. په بیان کې راغلي دي چې هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت ته د تیلو لیږ د اګست د څلورمې نیټې راهیسې درول شوی دی.
شرکت ویلي دي چې د نوموړي پایپ لاین نورې څانګې فعاله دي او پولنډ او جرمني ته د تیلو لیږد په نورماله توګه دوام لري.