روسیې او اوکراین د زندانیانو تبادله وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې له خوا یرغمل شوو ۱۴۴ تنو اوکرایني پوځیانو د ژغورل کیدو نه خبر ورکړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې له خوا یرغمل شوو ۱۴۴ تنو اوکرایني پوځیانو د ژغورل کیدو نه خبر ورکړ.
زیلینسکي په خپل یو ویډیويي پیغام کې وویل چې غواړي "خوشبین او مهم خبر" ورکړي.
"موږ ۱۴۴ اوکرایني سرتیري د روسیې له منګولو ازاد کړل. په دې کې ۵۹ تنه ملي ګارد ځواکونه ، ۳۰ تنه سمندري ځواکونه، ۲۸ تنه د اردو سرتیري، ۱۷ سرحدي ځواکونه، ۹ د ترهګرۍ ضد سرتیري او یو پولیس پکې شامل دي."
د اوکراین مشر وویل، په ژغورل شویو پوځیانو کې تر ټولو زوړ ۶۵ او تر ټولو ځوان ۱۹ کلن دی.
"په ځانګړې توګه، د ازوستال ۹۵ مدافعین بیرته کور ته راستانه شوي. هغه وویل: "موږ به هر هغه څه وکړو چې هر اوکرایني کور ته راولو."
د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پرون اعلان وکړ چې د فبرورۍ په ۲۴ مه د جګړې له پیل راهیسې د روسیې او اوکراین تر منځ د زندانیانو د تبادلې تر ټولو لویه راکړه ورکړه ده.
د ویلو ده چې د نوموړو ۱۴۴ تنو نه ۹۵ تنه يي د ازوستال د فابریکې سرتیري دي.