په هندوستان کې په مذهبي جشن کې د برق د نیولو له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په هندوستان کې یو زیات شمیر کسان د مذهبي مراسمو پر مهال د برق نیولو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
1819063
په هندوستان کې یو زیات شمیر کسان د مذهبي مراسمو پر مهال د برق نیولو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هندوستان په سویل کې د ټامیل ناډو ایالت د تنجاور په ولسوالۍ کې د مذهبي جشن پر مهال یوه سینګار شوې لارۍ چې په لسګونو تنه پکې سپاره ول د برښنا د لیږل د ستر مزي سره د جنګیدو له امله یو زیات شمیر کسان برق ونیول او لارۍ اور واخیست.
په پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ مړه او ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ددې پیښې ټپیانو ته د عاجې شفا غوښنه کړې ده.