په اوکراین کې ترکیې سفارت په پلازمینه کیف کې له سره په فعالیت پيل وکړ
په اوکراین کې د ترکیې سفارت چې پدې هیواد کې د جګړې له امله په موقتي توګه د پلازمینې کیف نه چیرنیستي ښار ته انتقال شوی وو بیرته کیف ته راستون شو
1808033
په اوکراین کې د ترکیې سفارت چې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله په موقتي توګه د اوکراین چیرنیتسي ښار ته انتقال شوی وو او هلته يي فعالیت کولو بیرته پلازمینې کیف ته راستون شو.
په اوکراین کې د ترکیې لوی سفارت د ټویټر له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي
"ګرانو هیوادوالو او اوکرایني ملګرو، موږ چې خپل فعالیتونه په موقتي توګه د چیرنیتسي ښار چې د تخلیې د چارو په برخه کې په لوژستیکي مرکز بدل شوی وو انتقال کړي وو. تیره ورځ بیرته خپل کور کیف ته راستانه شو. ټول هیوادوال او اوکرایني ملګري دي خبر وي."
د ویلو ده چې په اوکراین کې د ترکیې سفارت د مارچ په ۱۱ مه نيټه په موقتي توګه خپل فعالیت په چیرنیتسي ښار کې پیل کړی وو.