په فرانسه کې کاتولیک کلیسا د خپلې ټولې شتمنۍ د پلورولو پریکړه وکړه.

په فرانسه کې کاتولیک کلیسا  ددې کلیسا جنسي زور زیاتي او تیریو قربانیانو ته د غرامت ورکولو په خاطر د خپلې ټولې شتمنۍ د پلورولو پریکړه وکړه.

1731344
په فرانسه کې کاتولیک کلیسا د خپلې ټولې شتمنۍ د پلورولو پریکړه وکړه.

په فرانسه کې کاتولیک کلیسا د خپلې ټولې شتمنۍ د پلورولو پریکړه وکړه.

په فرانسه کې کاتولیک کلیسا  ددې کلیسا جنسي زور زیاتي او تیریو قربانیانو ته د غرامت ورکولو په خاطر د خپلې ټولې شتمنۍ د پلورولو پریکړه وکړه.

په فرانسه کې د اسقفانو د کنفرانس رئیس اریک دو مورلن دوفور  وویل چې د کلیسا د شتمنۍ د پلورولو پریکړه  د لوردیس په ښار کې راهبانو او اسقفانو سره د غونډې نه وروسته وکړه.

هغه وویل چې په کلیسا کې د جنسي ځورونې او تیریو د قربانیانو د تشخیص او تثبیت په خاطر به یو خپلواکه ملي کمیسیون وټاکل شي.

ددې کمیسیون مشري به د فرانسې د عدلیې وزارت د یوې حقوقپوه ماري در این دو ووکرسون لخوا وشي.

کلیسا به د جنسي ځورونې او تیریو قربانیانو ته د غرامت ورکولو په خاطر خپله شتمني ټوله وپلوري. د اړتیا په صورت کې به پوره هم واخلي.

هغه وویل چې په فرانسه کې په کلیسا کې د جنسي ځورونې او تیریو د معلومولو په اړه یو خپلواکه  کمیسیون ټول هغه پټ رازونه چې مونږ لیدلي نه وو هغه ښکاره کړل.

هغه وویل ″ مونږ باید اعتراف وکړو چې په دیني  سیستم کې مو د انسان تر ټولو د اساسي او محرم حق استثمار ته اجازه ورکړې ده. ″

په فرانسه کې راهبانو دا خبره منلې ده چې په کلیسا کې د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونه او حتا تیری یو حقیقت دی چې تل په سترګې پټې شوي دي. دا یوه سیستماتیکه ستونزه ده.

په فرانسه کې په کلیسا ګانو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې او تیري په اړه یو خپلواک کمیسیون د تحقیقاتو نه وروسته خپله راپور خپور کړ.

پدې راپور کې ویل شوي دي چې په فرانسه کې په کلیساګانو کې د ۱۹۵۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه ۲۱۶ زره تنه ماشومان د جنسي پلوه ځورول شوي  او یا تیری پرې شوی دی.

همداشان د کاتولیک کلیسا اړوند په ښوونځیو او اداراتو کې د کارکوونکو لخوا د ترسره شوو جنسي ځورونې او تیریو د پيښو سره یو ځای بیا دا رقم ۳۳۰ زرو تنو ته لوړیږي.

ددې څیړنیزې خپلواکې کمیټې رئیس د راپور د اعلانولو نه وروسته وویل چې کاتولیک کلیسا د جنسي ځورونې او تیریو د مخنیوي په خاطر هیڅډول تدابیر ندي نیولي. هغه پر کلیسا د مسئولیت منلو غږ کړی وو.



اړوند خبرونه