بیلاروس ددې هیواد لپاره د فرانسې نوی ټاکل شوی سفیر د هیواد نه اخراج کړ.

د بیلاروس او فرانسې ترمنخه ډیپلوتیکو اړیکې لا پسې خړې شوې

1720931
بیلاروس ددې هیواد لپاره د فرانسې نوی ټاکل شوی سفیر د هیواد نه اخراج کړ.

 

د فرانس پرس خبري اژانس د خبر له مخې په بیلاروس کې د فرانسې سفیر نیکولاس دلا لاکوسټ د کوربه هیواد په غوښتنه فرانسې ته ستون شو.

د ویلو ده چې دلا لاکوسټ تیر کال په بیلاروس کې د فرانسې د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړي خپل اعتماد نامه د بیلاروس بهرنیو چارو وزارت ته د سپارولو نه وروسته ددې هیواد ولسمشر لوکاشینکو ته د نه وړاندې کولو له امله د بیلاروس سخت غبرګون وپارو.

بیلاروس حکومت ددې پرمختګ نه وروسته د فرانسې د سفیر نه هر څه ژر خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.

ویل کیږي‌ بیلاروس د فرانسې سفیر ته د اکتوبر تر ۱۸ مې نیټې ددې هیواد د خاورې نه د وتو مهلت ټاکلی وو چې هغه پرون یکشنبه د اکتوبر ۱۷ مه نیټه فرانسې ته ستون شو.

د ویلو ده چې د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو چې د روسیې د پوره ملاتړ نه برښمند دی په وروستیو ټاکنو کې په درغلیو تورن شوی وو. په بیلاروس کې د وروستیو ټاکنو نه وروسته پراخه مظاهرې پیل شوې چې ددینه وروسته اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې لوکاشیکنو ددینه وروسته د بیلاروس د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پيژني.

د همدې امله د اروپا او بیلاروس ترمنځه په ډیپلوماتیکو اړیکو کې ستونزې دوام لري.



اړوند خبرونه