د کاتولیک مسیحیانو روحاني مشر : په کلیسا کې پر ماشومانو جنسي تیری او یا ځورونه د منلو وړ خبره نده
پاپ : په کلیسا کې ماشومانو جنسي ځورونه د شرم نه ډکه او د خجالت خبره ده .
د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر او د واتیکان د دولت رئیس پاپ فرانچویس د فرانسې په کلیسا کې د ۱۹۵۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه ۲۱۶۰۰۰ تنه ماشومان د جنسي پلوه د ځورریدو له امله ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا ډیر د شرم خبره ده.
پاپ دا څرګندونې د چار شنبې په ورځو د مختلفو سیمو نه د راغلو د کاتولیک کلیسا د لاریونانو سره په عمومي غونډه کې وکړې. هغه د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې په ماشومانو د جنسي تیري او ځورونې اړوند د خپرو شوي راپور په اړه وویل ، ددې راپور له مخې ډیر زیات انسانان ځورول شوي دي.
هغه وویل چې ددې خواشینوونکې پيښې له امله خپله ژور خفګان او خواشیني څرګندوم.
دا چې کلیسا د اوږدې مودې راهیسې پدې اړه لازم ګامونه ندي اوچت کړي دا زمونږ د ټولو او زما شرم دی. دا ډیره د حجالت وړ مسئله ده.
پاپ په راتلوونکې کې د داسې او دیته ورته پيښو د نه تکراریدو په خاطر د کلیسا د ټولو راهبانو نه د لازمو تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه.
پاپ ددې مسئلې نه د کلیسا لپاره د ډیر سخت امتحان په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې کلیسا باید د هر چا لپاره خوندي ځای وي او مونږ باید دا په خوندي ځای بدل کړو.
د ویلو ده چې د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیري او ځورونې په اړه د ادعاګانو د څیړولو په خاطر یو څیړنیز کمیسیون په دنده ګمارل شوی وو چې تیره ورځ يي خپل راپور خپور کړ. ددې راپور له مخې په فرانسه کې د ۱۹۵۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه څه باندې ۲۱۶۰۰۰ زره تنه ماشومانو باندې جنسي تیری شوی دی او ځوړول شوي دي.