د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې د یوې سترې رسوايي نه پرده لوړه شوه.
د فرانسې په کلیسا کې یوه ستره رسوايي
1714919
د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې د یوې سترې رسوايي نه پرده لوړه شوه.
د فرانسې په کاتولیک کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیریو او ځورونې په اړه تحقیقیات بشپړ شول.
په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیریو او ځورونې په اړه د جوړ شوي خپلواک څیړنیز کمیسیون رئیس نن اعلان وکړ چې د ۱۹۵۰ کلونو ۲۰۲۰کلونو ترمنځه په کلیسا کې څه باندې ۲۱۶۰۰۰ تنو ماشومان د جنسي تیریو او استثمار شوي دي.
د یاد شوي څیړنیز کمیسیون رئیس ژان مارک ساووه وویل چې په کلیسا کې د ۱۹۵۰ کلونو راهیسې نږدې ۳۰۰۰ تنه د ماشومانو جنسي ځورونکي او تیري کوونکي استخدام شوي دي.
ددې کسانو نه نږدې ۲۰۰۰ زره تنه يي راهبان دي.
د بله پلوه د فرانسې کلیسا ددې تحقیقاتو د پایلو د اعلانیدو نه وروسته ددې پیښو نه د شرم او وحشت نه د ډکو پيښو په توګه یادونه کړې ده او د بښنې غوښتنه يي کړې ده .